د ایران د قضایي چارو کارکوونکو په تهران کې د پارلمان مخ ته لاریون کړی

ارشیف؛ په ایران کې لاریون

د ایران د عدلي او قضایي چارو سلګونو کارکونکو پرون په پر له پسې دوهمه ورځ په تهران کې د پارلمان مخې ته لاریون وکړ.

دغه معترضان چارواکي تورنوي چې د مخکېنیو ژمنو سره سره یې د دوی تنخواوې نه دې لوړې کړي.

دغه اعتراض چې په ایران کې نادره بلل کېږي، اکثرا ګډونوال د ایران د پارلمان پر رئیس محمد باقر قالیباف په قهر ول او د دروغجن په نوم یې د هغه پرضد شعارونه ورکول.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي چې یوه سخته محافظه کاره څېره بلل کیږي، مخکې له دې چې په اګست میاشت کې واک ته ورسېږي، د قضایي ادارې د رئیس په توګه د دندې په وروستیو اونیو کې یې د تنخواوو د زیاتوالي وړاندیز کړی و.

خو نوي حکومت تراوسه له دې ډډه کړې چې د دغو کارکونکو تنخواوې زیاتې کړې.

یو علت یې هم د ایران ناوړه اقتصادي وضعیت دی چې پر دې هېواد د امریکا له لوري لګول شویو بندېزونو لا سخت کړی دی.