د افغانستان بانک: هڅه کوو چې ډیجیټالي بانکداري بېرته فعاله کړو

بانکونو ته ولاړ د خلکو کتارونه

د افغانستان بانک چارواکي وایي، هڅه کوي چې د اې ټي اېم او پې او اېس اسانتیاوې او د موبایل په ذریعه بانکداري به بېرته فعاله کړي.

د دغه بانک ویاند محمد صابر مومند وایي، پرون په یوه غونډه کې د سوداګریزو بانکونو له استازیو سره په غونډه کې د مالي خدمتونو د پراختیا او د پیسو د رایستلو د «ATM» ماشینونو د فعالولو په اړه خبرې وشوې.

مومند وایي:"افغانستان بانک یوځل بیا ګرانو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې عادي حالاتو ته د بانکې سکتور د راګرځولو لپاره جدي هلې ځلې روانې دي او ان شاء الله چې ډېر ژر به ښکاره پایلې ترلاسه شي."

له کله چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، د نړیوالو د مرستو له بندېدو سره د دې هېواد اقتصاد اغېزمن شوی او مالي سیسټم تر فشار لاندې دی.

د کابل او یو شمېر ولایتونو اوسېدونکو په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته ویلي چې د هوا له سړېدو سره له بانکونو د خپلو پیسو په را ایستلو کې ستونزې لا زیاتې شوې او هره ورځ ساعتونه د بانکونو په مخ کې په کتارونو کې تېروي.