ایران وایي، په تهران کې یې د افغانستان سفارت طالبانو ته نه دی ورکړی​​

طالبان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت هغه راپورونه رد کړي چې ګنې په تهران کې د افغانستان سفارت به طالبانو ته ورکړل شي.

د ایسنا خبري اژانس د راپور له مخې ایران ته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د پلاوي له رسېدو سره سم ځینو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله راپور ورکړ چې ګنې د ایران حکومت غواړي د طالبانو د حکومت له رسمیت پېژندنې پرته د تهران سفارت د طالبانو حکومت ته ورکړي.

د راپور له مخې د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعیدخطیب زاده نن یکشنبې(د مرغومي په ۱۹مه) وویل چې د افغان سفارت ډیپلوماتیک فعالیت به د نورو هېوادونو د سفارتونو په څېر د ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه د ۱۹۶۱ کال د کنوانسیون د اصولو په رڼا کې پرمخ ځي.