روسیه وایي د ژنیو خبرو په لړ کې د امریکا او اروپا  له ځینو اشارو نهیلې ده

د روسیې او امریکا بیرغونه

له متحدوایالاتونو سره په خبرو کې د روسیې د پلاوي مشر وايي چې کرېملېن په ژنیو کې د دواړو خواوو د خبرو په درشل کې د امریکايي او اروپايي چارواکو له ځینو اشارو ناهیلی شوی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف نن یکشنبې( د مرغومې په ۱۹مه) انټرفکس او ریا خبري اژانسونو ته وویل، مسکو دې خبرو ته ډېر هیله مند نه دی ځکه د ده په وینا متحدایالات د روسیې له لوري د یو اړخیزو امتیازونو پر ورکړه ټینګار کوي.

په عین حال کې واشنګټن ویلي چې د امریکا او روسیې د پلاوو ترمنځ له اصلي غونډې مخکې به نن ماښام ښاغلی ریابکوف د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې وینډي شرمن سره مقدماتي خبرې وکړي.

په پام کې ده چې د دواړو خواوو ترمنځ د ستراتیژیک او امنیتي ډیالوګ تر عنوان لاندې اصلي خبرې سبا په ژنیو کې پیل شي او دا لړۍ به وروسته د ناټو له غړو سره په خبرو دوام وکړي.