ارزګان کې پر ۳ زرو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول

ارشیف، ځینې کورنیو سره شوې مرستې

په ارزګان کې د سرې میاشتې ولايتي دفتر له خوا په مرکز ترينکوټ کې له درې زرو هغه اړمنو کورنيو سره مرستې وشوې چې د تېرو جګړو او وچکالۍ پر مهال زیامن شوي وو.

په دغو مرستو کې ۷ قلمه بېلابېل خوراکي توکي شامل دي.

د سرې مياشتې ټولنې ولايتي مسول صديق الله مفتون وايي، د مرستو د وېش پرمهال يې شفافيت ته پاملرنه کړې او په خبره يې اړمنې کورنۍ يې په نښه کړي دي.

مفتون زیاتوي، دغه ولایت کې سل فيصده بشري ناورين رامنځته شوی او له نړيوالو موسساتو غوښتنه کوي چې له خلکو سره مرستې وکړي او ژوند یې ور وژغوري.

هاخوا هغه کسان چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي، زيات خوشحاله دي او زياتوي چې په ساړه ژمې کې يې په کور کې هېڅ خواړه نه درلوده.

مرسته ترلاسه کوونکي وايي، په راتلونکي کې هم باید ورسره دغه ډول مرستې ترسره شي، که نه دوی به د ژوند مهمو اړتياوو ته لاس رسۍ ونه لري.

دا په داسې کې ده چې دوې ورځې وړاندې هم دغه ولایت کې له ۷۰۰ کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې وشوې.

له کله راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي له دې هېواد سره نړیوالې مرستې بندې شوي چې له امله یې د خلکو کاروبارونه ټکني شول چې ورسره په ټول هېواد کې بې وزلي پراخه شوه.