د سوېډن کمېټه وايي د ننګرهار په سپین غر کې یې یو ښوونځی بیاورغاوه

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په افغانستان کې د سوېډن کمېټه وايي، د ننګرهار په سپین ­غر ولسوالۍ کې یې یو منځنی ښوونځی بیاورغاوه.

د دې کمېټې د پروګرامونو د تطبیق مرستیال رئیس، ډاکټر محسن هاشمي، ازادي راډیو ته وویل، د دغه ښوونځي د بیارغونې چارې تېر میلادي کال پیل شوې وې: "د دغه ښوونځي پر ترمیم شااوخوا ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سویډن انکشافي ادارې له خوا تمویل او د سویډن کمېټې له خوا تطبیق شوی دی."

په افغانستان کې د سوېډن کمېټه چې له څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان فعالیت کوي، وايي تر اوسه یې په دغه هېواد کې زر ښوونځي یا جوړ کړي، یا یې بیارغولي دي.