د بدخشان په وردوج کې پر ۵۰۰ کورنیو، د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

آرشیف- د بدخشان یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې پر ۵۰۰ وچکالۍ او جګړه ­ځپلو کورنیو، د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

دغې ادارې پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) ناوخته په خپل ټویټر کې لیکلي، په دغو مرستو کې ۸ بېلابېل خوراکي توکي شامل وو.

په افغانستان کې ګڼې نورې مرستندویې ادارې هم د ژمي له راتګ سره، پر اړو او بې وزلو کورنیو د مرستو په وېش بوختې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د افغانستان د نفوسو نیمايي برخه د بې وزلۍ له کبله عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.