هند به ډېر ژر افغانستان کې اړو کسانو ته په زیاته پیمانه غنم ولېږي

آرشیف- هند په ۲۰۲۰ کال کې هم له افغانستان سره د غنمو مرسته کړې وه، دا عکس تزئیني بڼه لري

په پام کې ده هند، ډېر ژر په افغانستان کې له اړو کسانو د مرستې لپاره په زیاته پیمانه غنم ولېږي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې دغه بشري مرستې به د پاکستان له طریقه افغانستان ته انتقالېږي.

اسلام اباد ویلي چې د نوي ډیلي د دې نوښت هرکلی کوي.

راپورونه وايي، دا مهال هندي او پاکستاني چارواکي افغانستان ته د بشري مرستو د رسولو په اړه په خبرو بوخت دي.

هند پرون جمعه (د مرغومي ۱۷مه) هم افغانستان ته شااوخوا ۶ ټُنه طبي مواد ولېږدول.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د دغو مرستو ۲ ټُنه یې دارو درمل دي چې په کابل کې د اندراګاندي روغتون ته وسپارل شول.