د طالبانو حکومت: د هند د مرستو هرکلی کوو، طبي مرستې یې ورسېدې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت د هند د مرستو هرکلی وکړ.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په ټویټر کې لیکلي دي چې د هند د طبي مرستو یو بار نن کابل ته ورسېد.

په دې کې شپږ ټنه دوا او روغتیایي مواد دي.

ذبیح الله مجاهد څرګندوي چې د افغانستان اسلامي امارت د زړه له تله د هند د بشري مرستو مننه کوي.

هند څو ورځې مخکې هم د کرونا پنځه لکه ډوزه واکسین مرسته له افغانستان سره کړې وه.