د قزاقستان ولسمشر: د ترهګرۍ ضد عملیات به ادامه پيدا کړي

قزاقستان کې امنیتي ځواکونه

ولسمشر قاسم جومارت توقاییف وایي، په قزاقستان کې اساسي نظم راغلی دی، خو د ترهګرۍ ضد عملیات به له څو ورځنیو سختو ناکراریو وروسته ادامه پيدا کړي.

دې ناکراریو د منځنۍ اسیا دغه هېواد اړ کړ چې د روسیې په مشرۍ له سیمه ییز پوځي اتحاد څخه پوځیان ور وغواړي.

د ولسمشر دفتر وایي، توقایف نن له ترورېزم سره د مبارزې د ملي مرکزي دفتر د سهارنۍ غونډې مشري وکړه او ویې ویل چې روانې هڅې په بشپړ ډول د دولت د وسله والو مخالفانو له منځه وړلو په هدف دي.

ویل کېږي چې لا هم د قزاقستان په تر ټولو ستر ښار الماتې کې د ښاروالۍ له دفترونو لوخړې په جګېدو دي.

د ازادي راډیو د قزاقي څانګې د خبریالانو د راپورونو له مخې تر ټولو سختې شخړې په الماتې کې شوي دي او په دې ښار کې لا هم ډېر لږ پولیس تر سترګو کېږي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې شااوخوا اویا امنیتي پوستې یې جوړې کړي، ټولې سیمې یې تصفیه کړي او امنیت یې ښه شوی دی.

د کورنیو چارو د وزارت په وینا تر اوسه شپږ ویشت مجرمین له منځه وړل شوي دي او تر درې زره ډېر نیول شوي دي.

د تیرو درېیو ورځو ناکراریو په ترڅ کې د روغتیا وزارت په وینا تر زرو ډېر کسان ټپیان شوي دي چې څلور سوه تنه یې بستر شوي دي.