د معید یوسف په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راځي

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

ټاکل شوې د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت د سلاکار معید یوسف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته ولاړ شي.

دا پرېکړه پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د افغانستان لپاره د پاکستان د وزارتونو د همغږۍ څانګې په هغه غونډه کې وکړه چې مشري یې د ملي اسامبلۍ مشر اسد قیصر کوله.

له غونډې وروسته د ملي اسامبلۍ پر وېب پاڼه په بیان کې راغلي چې معید یوسف چارواکي له افغانانو سره د بشري مرستو په برخه کې له اقداماتو خبر کړل.

د بیان له مخې ښاغلي یوسف د اسامبلۍ مشر ته وویل چې د اسلام اباد له خوا له افغانستان سره د پنځه میلیارد روپیو په ارزښت په دې مرستو کې خواړه، درمل، د تودوخي وسایل او خیمې شاملې وې.

د دې مرستو اعلان د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په تېر اکتوبر میاشت کې کابل ته د سفر پرمهال کړی و.

بیان زیاتوي چې د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ د حکومت یو جګ پوړی پلاوی به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي، څو د طالبانو له حکومت سره د بشري مرستو پر موضوع وغږېږي.

په بیان کې د سفر نېټه نه ده ښودل شوې، خو یوه جګپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله بېګا د نوم نه ښودلو په شرط د ازادي راډیو مشال راډیو وویل، پلاوی ښايي د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه کابل ته ولاړ شي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې مېلیونونه خلک په سخت ژمي کې د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي.