بلاول بوټو د حکومت-پاکستاني طالبانو پر مذاکراتو ژوره اندېښنه ښودلې

د پاکستان د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري

د پاکستان د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د حکومت او پاکستاني طالبانو ترمنځ پر مذاکراتو ژوره اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي زرداري پرون پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه ) د ګوند د مرکزي اجراییه کمېټۍ له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، پټې خبرې تحریک طالبان پاکستان ته د تسلیمېدو په معنی دي.

بلاول زیاتوي: "د ګوند مرکزي کمېټې وسله والو ته د حکومت د سلامي کېدو او د حکومت له خوا د پارلمان په شتون کې له پاکستاني طالبانو سره د پټو خبرو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده."

د پاکستان حکومت د بلاول بوټو زرداري د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر مشر تورن جنرال بابر افتخار د چهارشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې خبریالانو ته وویل چې له دې غیرقانوني ډلې سره خبرې درېدلې دي او پرضد یې عملیات روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نوومبر پر نهمه نېته د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزیر فواد چودري د افغان طالبانو په منځګړیتوب د پاکستاني طالبانو له تحریک یا 'TTP' سره د یو میاشتني اوربند د اعلان پرمهال ویلي و چې دا خبرې د اساسي قانون په چوکاټ کې کېږي.

د پاکستان د حکومت او 'TTP ' ترمنځ د ډسمبر پر نهمه د اوربند له پایته رسېدو راهیسې دې وسله والې ډلې بریدونو ته زور ورکړی دی.