چین  په کندز کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشي

د کندز د بې وزله کورنیو لپاره د چین مرستې

د چین هېواد له لوري په کندز ولایت کې پر ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو بشري مرستې وېشل کیږي.

په کندز کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ریاست رئیس مولوي شفیع الله جواد نن پنجشنبې( د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډيو ته وویل، د چين هېواد له لوري دغه ولایت ته د ۱۵۰۰ بې وزله کورنیو لپاره بشري مرستې را رسېدلې او د وېشلو بهېر یې پیل شوی دی.

د ښاغلي جواد په خبره چې په دغو پنځه قلمه مرستو کې خوراکي او ژمنې توکي شامل دي او پر مستحقو کورنیو یې د وېشلو لړۍ دوام لري.

د کندز سیمه ییز چارواکي په داسې حال کې د چین هېواد د مرستو د را رسېدو خبرو ورکوي چې اوس مهال په دغه ولایت کې زیات شمېر کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو او بې روزګارۍ سره مخامخ دي.