بایډن پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا کوي

ولسمشر بایډن

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه (د مرغومي ۱۶مه) د امریکا پر کانګرس د حملې د یوې کلنې کلیزې په مناسبت وینا وکړي.

بایډن دغه وینا په هاغه ځای کې کوي چې یوې پاریدلې ډلې تاوتریخوالي ته مخه کړې او هڅه یې کوله چې د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په انتخاباتو کې پر پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه د بریا د تایید مخه ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل، بایډن به یو ځل د دغې تورې ورځې په جریان کې خپل وحشت په یاد راوړي. هغه به همدارنګه دا خبرداری هم ورکړي چې د متحدو ایالاتونو ډموکراسي د پخواني ولسمشر او د هغه د ډېرو پلویانو درواغو او د توطیې تیوریو له ګواښ سره مخامخ کړې ده.

ساکي وویل، دا تمه کوي چې بایډن به پردې مهمې مسالې چې په دې ورځ څه پېښ شول او د هغو ګډوډیو او وینې توییدو چې موږ یې شاهد وو، یوازینی مسول ولسمشر ټرمپ و، تاکید وکړي.

د ساکي په وینا بایډن به په کلکه د پخواني ولسمشر له لوري هغه درواغ او د امریکایانو د بې لارې کولو لپاره یې هڅه چې ګواکې ده په دې پېښو کې لاس نه درلود، رد کړي.

ټرمپ دغه مراسم رد کړي او یو خبري کنفرانس یې پلان کړی وچې هغه یې هم لغو کړ.

نوموړي وویل، د دغې حملې په اړه تحقیقات او د خبري رسنیو پوښښ، رښتیني او بې پرې نه و.