د لغمان لپاره د طالبانو د امنیت رئیس په یوه ترافیکې پېښه کې مړ شو

د لغمان لپاره د طالبانو د ملي امنیت رئیس

د لغمان لپاره د طالبانو د ملي امنیت رئیس په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو.

د لغمان د والي ویاند صلاح الدین ذاهد نن پنجشنبه (د مرغومې په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه شااوخوا ۱۲ بجې د مرکز مهترلام اړوند قرارګاه سیمه کې د دغه ولایت لپاره د ملي امنیت رئیس مولوي الفت هاشمي په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شوی او ۴ ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

دا چې پېښه څنګه رامنځته شوې؟ څه نه دي ویل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو را وروسته دا لومړی ځل دی چې دغلته په ترافیکي پېښه کې د دوی د یو لوړ پوړی چارواکي د مړینې خبر ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د کابل- جلال اباد پر لویه لار د لغمان په مربوطاتو کې ترافیکې پېښې شوې وې چې له کبله یې پنځه تنه عام خلک مړه او اته نور ټپیان شوي وو.