قزاقستان کې مظاهرې؛ ولسمشر یې له روسیې او د سیمې له هېوادونو مرسته غوښتې

قزاقستان کې مظاهرې

د قزاقستان ولسمشر له مسکو او د سیمې له هېوادونو د مرستو غوښتنه وکړه.

ولسمشر قاسم جومارت توقاییف په ټول قزاقستان کې وروسته تردې تېره شپه بېړنی حالت اعلان کړ چې مظاهره چیان د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې دولتي ودانیو ته ورننوتل.

د قزاقستان ولسمشر د څو ساعتونو په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره تېره شپه پر ټلوېزیون را څرګند شو او ویې ویل چې هېواد یې له تروریستي ګواښ سره مخامخ دی.

قاسم جومارت توقاییف په ورته وخت کې د روسیې په مشرۍ د ګډو ګټو له امنیتي سازمان څخه د مرستې غوښتنه وکړه. دا امنیتي سازمان د روسیې په مشرۍ دی چې قزاقستان، بېلاروس، ارمنستان، قرغزستان او تاجکستان یې غړي دي.

د قزاقستان ولسمشر وویل چې هېواد یې له تروریستي ګواښ سره مخامخ دی.

د قزاقستان ولسمشر پرون تر خپلې دوهمې وینا مخکې خبرداری ورکړی و چې څومره ممکنه وي په هغومره سخت عمل به لاس پورې کړي چې خپل خلک او هېواد وساتي.

توقاییف دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړ چې د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د قزاقستان په څو مهمو ښارونو کې اخ و ډب رامنځته شو.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې اته پولیس او د ملي ګارد ساتونکي وژل شوي او درې سوه اوولس کسان تر اوسه په ټول قزاقستان کې ټپیان شوي دي.

د مرکزي اسیا په دغه هېواد کې د حکومت ضد اعتراضونه د روانې اوونۍ په پیل کې د تیلو او ګازو د بیو د لوړېدو په خاطر پیل شول او ډېر ژر د دغه هېواد د پلازمینې په ګډون نورو سیمو ته وغځیدل.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې اته پولیس او د ملي ګارد ساتونکي وژل شوي

مظاهره چیان له فساد، بې کارۍ او ټیټو معاشونو څخه هم شکایت کوي.

وروسته تر دې چې پرون قهروړیو مظاهره چیانو په څو ښارونو کې پر دولتي ودانیو برید وکړ او ځینو کسانو پولیس او پوځیان پسې واخیستل، ولسمشر توقاییف په ټلوېزیون کې وینا وکړه او ویې ویل چې د ولسمشر په توګه دا د ده مسوولیت دی چې د قزاقستان د خلکو امنیت وساتي، حمایت یې وکړي او د قزاقستان یووالي ته اندېښمن شي.

د قزاقستان په سترښار الماتې کې په سلګونو اعتراض کوونکي چې لرګي او نور وسایل یې ورسره اخیستي و په داسې حال کې د ښاروال پر دفتر حمله وکړه او اور یې بل کړ چې پولیسو پر دوی اوښکی بهونکی ګاز شینده او د پلاستیکي مرمیو ډزې یې کولې.

په دې اړه نور: د قزاقستان ولسمشر معترضانو ته: پر دولتي او پوځي ودانیو حمله غیرقانوني ده

د الماتې د پولیسو مشر وویل چې دا افراطي بنسټ پاله خلک و چې هڅه یې وکړه چې په دې جنوبي ښار کې د ولسمشر استوګنځي ته هم ورننوځي.

په الماتې کې د نور وطن ګوند له مرکزي دفتره هم د لوګیو د پورته کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

پرون د سهار خوا ته د قزاقستان ولسمشر توقایف حکومت ړنګ کړ او د الماتې او مرکز نورسلطان په ګډون یې د قزاقستان په یو شمېر سیمو کې د بېړني حالت خبر ورکړ چې بیا د شپې په مخه ولسمشر په خپلې دوهمې ټلوېزیوني وینا کې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.