اوچا: درنو واورو او سختو بارانونو د افغانستان زیاتې برخې متاثره کړي 

کابل

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره «اوچا» وايي، په وروستیو ورځو کې د درنو واورو او سختو بارانونو ورېدو د افغانستان زیاتې برخې متاثره کړي دي.

اوچا پر خپل ټویټر لیکلي، سخت ژمی په افغانستان کې د خلکو خراب بشري وضعیت نور هم پسې خراب کړی دی.

دې اداره زیاته کړې چې د مرستې رسولو وخت په تېرېدو دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره دا خبرداری له هغې څو ساعته وروسته ورکوي چې د طالبانو د حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د وزارت یو چارواکي محمد امین وزیر ازادي راډیو ته وویل، د سختو واورو او بارانونو د ورېدو له کبله د چهارشنبې له ورځې بیړنی وضعیت اعلان شوی دی.

تر دې مخکې د بشري مرستو د رسولو یو شمېر سازمانونو خبرداری ورکړی و چې افغانستان سخت ژمی مخکې لري او د سختې یخنۍ او کافي خوړو نشتوالی به افغانان په ځانګړې توګه زیان ګالي وګړي له مرګونې ګواښ سره مخ کړي.