د سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرونو پر مخ پرانیستل شوه

د سالنګ لویه لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اداره وايي، د سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو لپاره پرانیستل شوې ده خو بار وړونکې موټر لا هم نه شې کولای له دې لارې تېر شي.

ددې ادارې اجرايي مدیر سمیع الله ولي زاده نن چهارشنبې( د مرغومې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل: " د ۱۱ بجو په شااو خوا کې د وضعیت له ښه کېدو او د لارې له پاک کارۍ وروسته، دا لویه لاره د تګ راتګ لپاره خلاصه شوې ده. اوس یوازې د زیات بار لرونکو موټرو پرته، لاره د نورو موټرو پر مخ پرانیستې ده. "

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ادارې په وینا تېره شپه په جنوبي سالنګ کې د توفان او درنې واورې ورېدو له کبله پر سړک څلور ځایه واوره راښویېدلې وه چې د سالنګ لویه لاره یې تړلې وه.

هر کال په ژمې کې د سختو واورو وریدل د سالنګ پر لاره د موټرو د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې جوړوي.