مسوولین : په کندهار کې سوداګریزه راکړه ورکړه ۷۰ سلنه کمه شوې

کندهار شاه بازار

کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې یو چارواکی وايي، دې ولایت کې سوداګریزه راکړه ورکړه په سلو کې ۷۰ سلنه کمه شوې ده.

ددې خونې مرستیال فضل الحق مشکاني نن چهارشنبې( د مرغومې په ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو د بیا واکمنېدو راهېسې د بانکونو د فعالیت کموالی، او په پیر و پلور کې ستونزي د دې سبب شوي چې تجارتي راکړه ورکړه کمه شي.

ښاغلی مشکاني وايي، د جمهوري نظام تر سقوط مخکې د کندهار صادرات وچه، تازه میوه او قیمتي ډبرې وې.

د نوموړي په وینا سوداګرو له نورو هېوادونو څخه تر ډیره خوراکي مواد، برقي وسایل او د کارخانو لپاره خام مواد واردول.

خو په کندهار کې د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د دې چارواکي په وینا، اوس سوداګر د کافي پیسو د نشتوالي له کبله نه شي کولی له بهره توکي وپیري او هېواد ته یې وارد کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي چې عادي حالت ته د اقتصادي وضعیت د ستنولو په هدف هڅې کوي خو په نورو ولایتونو کې هم سوداګر د تجارت او پانګونې په برخو کې د فعالیتونو له کموالي شکایت کوي.