ارزګان کې يوه افغان سوداګر پر ۷۰۰ جګړو ځپلو نغدي مرستې ووېشلې

ارزګان کې پر بې وزلو کورنیو د مرستو وېش

ارزګان کې د يوه افغان سوداګر له خوا د ۷۰۰ جګړو ځپلو قربانيانو سره نغدې مرستې وشوې.

دا ۷۰۰ هغه کسانو وو چې تېرو جګړو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي او يا معلول شوي و.

په ارزګان کې د شهيدانو او معلولينو وزارت د پلان او پالیسي معين عظيم اغا وویل: "دغه مرستې چې د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۷ زره او هر معلول ته شپږ زره افغانۍ ورکول کېږي، دا مرستې د يوه بهر ميشتي افغان سوداګر له خوا شوي دي."

هغه وايي، دغه ډول مرستو ته اړتيا زياته ليدل کېږي او غوښتنه يې وکړه چې په کوردننه او بهر سوداګر باید له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

عظيم اغا وويل، په افغانستان کې تر سیاسي بدلون وروسته خلک له سختو اقتصادي ستونزو سر لاس او ګريوان دی.

په ورته مهال هغه کسان چې يادې مرستې يې ترلاسه کړي، زيات خوشحاله دي او زياتوي چې دغه ډول مرستو ته يې زياته اړتيا درلوده.

په ارزګان کې د تېرو جګړو له امله زرګونه کسان معلوم او وژل شوي دي چې دا مهال يې کورنۍ دغه ډول مرستو ته زيات اړتيا لري.