'FAO': افغانستان په تېرو ۵ کلونو کې له ۳مې وچکالۍ سره مخ دی

FAO: که چېرته په خپل وخت د افغانستان د کرنې له سکتور سره مرستې ونه شي د افغانستان د اقتصاد یو اساسي بنسټ به ونړیږي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د ادارې 'FAO'په وینا، افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې له درېیمې وچکالۍ سره مخامخ دی.

دې ادارې په خپل ټویټر کې د افغانستان وچکالۍ ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او لیکلي یې دي، که چېرته په خپل وخت د افغانستان د کرنې له سکتور سره مرستې ونه شي د افغانستان د اقتصاد یو اساسي بنسټ به ونړیږي.

تردې مخکې هم بېلابېلو مرستندویه موسسو په افغانستان کې د وچکالۍ خبرداری ورکړی و.

د اګسټ له نیمایي را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د خوړو نړیوال سازمان تازه ویلي دي چې په افغانستان کې شااوخوا څلور میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.