افغانستان کې د طالبانو حکومت د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی

آرشیف- یو کور چې سیلابونو نړولی دی. عکس تزئیني بڼه لري.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سر له نننه د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د طالبانو په حکومت کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې د وزارت یوه چارواکي محمد امین وزیري ازادي راډیو ته وویل: "په ولایتونو کې مو ادارو ته هدایت ورکړل شو، یعنې بېړنی حالت موږ اعلان کړ. د بېړنیو چارو د وزارت له لوري مو د تیارسی حالت اعلان کړ. موږ هر ولایت ته مخکې مواد لېږدولي و چې د هغوی وېش پیل شي او کومې لارې چې بندیږي له خصوصي شرکتونو او فواید عامه وزارت سره په تماس کې یوو چې ستونزې که خدای مه کړه پېښې شي چې ژر یې حل کړي."

عام خلک په افغانستان کې ورښتونو ته خوښ او له ورښتونو په تنګ دي.

یوه تن کاریګر یارمحمد فرانس پرېس اژانس ته وویل: "دا دی واوره او باران دی. کار او غریبي هم نه شته. دا اوس احتیاج او متحاج یوو د یوې مړۍ ډوډۍ د موندلو لپاره د خدای په هیله په دې باران او واوره کې راوتلی یم."

دی زیاتوي: "له واورې موږ ډېر خوشاله یوو. د دې لپاره خوښ یوو چې اوبه به زیاتې شي، حاصلات به ډېر کړي."

ارشیف، په کابل کې شوې واوره

د افغانستان له ولایتونو کابل ته بې ځایه شوي کډوال هم ورښتونو په تنګ کړي دي.

له بلخ ولایته کابل ته بې ځایه شوي شاه زمان اسوشیټېډ پرېس اژانس ته وویل: "هېڅ شی هم نه شته دا واوره ورېدلې. ماشومان مې وتلي دي که پلاستیک څه شي پیدا یې کړي چې هغه وسوځوو، د ډوډۍ او داسې څه خو هېڅ درک نه شته."

په ارزګان ولایت کې تر یو نیم کال ځنډ وروسته بارانونه وریدلي. د دې ولایت یوه بزګر نوري علي ازادي راډیو ته د خبرو پرمهال خوښي څرګنده کړه: "داسې دی چې وطن ګرد وچ کلک و. غنم مو همداسې بې اوبو وو. ډېر پرې خوشاله یم. شپږ اووه جریبه ځمکه لرم بیخې مو کرلې نه وه."

په دې اړه نور: د هلمند په ګرمسیر او واشېر ولسوالیو کې سیلابونو زیانونه اړولي 

په بدخشان ولایت کې د واورې د راشې (برف کوچ) له امله د پنځو کسانو د مړینې خبرونه خپاره شوي، خو داسې اټکل کېږي چې دغه غرني ولایت کې ښایي نور تلفات هم اوښتې وي، همدا راز په نیمروز او فراه کې سیلونه بهیدلي دي چې د دقیقو تلفاتو شمېرې تراوسه نه دي خپرې شوې.

په جنوبي ولایتونو کې تر ټولو ډېر سیلونه په هلمند کې بهیدلي دي چې د نادعلي او ګرشک ولسوالیو ترمنځ یو شمېر کسان په سیلونو کې ګېر پاتې دي او له مرستندویه موسسو او چارواکو هیله کوي چې دوی وژغوري.

د هلمند له واشیر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو څخه د یو شمېر کورونو د نړېدو خبرونه هم خپاره شوې دي، خو په دې ولایت کې هم د تلفاتو دقیقې شمېرې تردې دمه له رسنیو سره نه دي شریکې شوي.