باسټن ګلوب: سوړ باد، تود لمر او د افغانستان وږي خلک

افغان کډوال

د نړۍ ګڼو ورځپاڼو او مجلو د طالبانو په امر په دوکانونو کې د مانکنونو سر پرې کولو ته پام کړی دی.

مانکن هغه پلاستیکي نانځکې یا ګوډۍ دي چې په دوکانونو کې د جامو نندارې ته د وړاندې کولو لپاره کارول کېږي.

  • انډیپنډنټ

بریتانیايي ورځپاڼې انډیپنډنټ لیکي چې د طالبانو د حکومت امربالمعروف و نهي عن المنکر وزارت دا امر په هرات ولایت کې نافذ شوی دی.

د ورځپاڼې په وینا، کارپوهان په دې باور دي چې دې نوي محدودیت د سوداګرو او پلورونکو ستونزې لاپسې زیاتې کړي چې د طالبانو په اوسني رژیم کې له ننګونو سره مخامخ دي.

ورځپاڼې د پخوانۍ افغان قاضي مرضیه بابکرخېل له قوله لیکلي چې وايي، د طالبانو دا امر چې وايي، په دوکانونو کې دې له پلاستیکي ناوکیو یا مانکنونو سرونه پرې شي، یو ظالمانه او ماشومانه پرېکړه ده.

اغلې بابکرخېل چې اوس په لندن کې اوسي ورځپاڼې ته ویلي، که طالبان یوه پلاستیکي ګوډۍ نه شي منلی، په افغانستان کې به یوه ښځه څنګه ومني؟

انډیپنډنټ ورځپاڼې لیکلي چې د طالبانو حکومت دا اقدام ځکه کړی چې ګواکې د شریعت له نظره په دوکانونو کې ګوډۍ جواز نه لري.

په هرات کې د امر بالمعروف و نهي عن المنکر د دفتر مشر شیخ عزیزالرحمان ازادي راډيو ته وویل چې د جامو په پلورنځیو کې پلاستیکي نانځکې یا مانکنونه د بتانو په څېر دي او دې ادارې ته د منلو وړ نه دي.

خو د اسلامي علومو څېړونکی محمد محق وايي، دا تعبیر چې طالبانو په دې برخه کې کړی غیر علمي، له شرعي ضوابطو لېرې او جاهلانه دی.

د ښاغلي محق په وینا بت هغه څه دی چې مقدس وګڼل شي، خلکو ته روحي او معنوي مانا ولري او انسان یې عبادت وکړي.

  • باسټن ګلوب

امریکايي ورځپاڼې باسټن ګلوب په افغانستان کې بشري ناورین ته پام کړی او په دې سرلیک یې یوه مقاله خپره کړې ده، سوړ باد، تود لمر او د افغانستان وږي خلک.

په مقاله کې راغلي: د ژمي سختي پیل شوې او افغانستان له لوږې سره مخامخ دی.

په دوام کې راغلي، نړیوالې مرستې چې د افغانستان د له منځه تللي جمهوري نظام پر مهال یې د دې هېواد شااوخوا ۸۰ سلنه بودجه جوړوله، اوس قطع شوې او په افغانستان کې د بشري ناورین یو لوی لامل ګڼل کېږي.

باسټن ګلوب لیکلي:

د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې او ملګرو ملتونو له بندیزونو د سرغړونې په اړه له اندېښنې پرته د افغانانو لپاره د مرستندویه ادارو پرمخ دروازې پرانېستې دي، خو ورځپاڼه استدلال کوي چې دا اقدامات کافي نه دي.

وروسته په مقاله کې د ژغورنې د نړیوالې کمېټې مشر ډیوېډ ملېبنډ له قوله ویل شوي چې بي بي سي ته يې ویلي، د افغانستان اقتصاد له ګډوډۍ سره مخامخ دی او یوازې بشري مرستې نه شي کولی اوسنی وضعیت سم کړي.