ترکیه کې پولي انفلاسیون یا 'د پیسو پړسوب' تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی

ترکۍ لیره

په ترکیه کې پولي انفلاسیون 'د پیسو پړسوب' په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی.

د ترکیې د احصایې د انسټیټیوټ د راپور پر بنسټ یوازې په ډسمبر میاشت کې د لومړنیو موادو بیې په سلو کې ۳۶ لوړې شوي دي.

تردې مخکې اقتصادي پوهانو په ترکیه کې په سلو کې ۲۷ د بیو د لوړوالي وړاندوینه کړې وه.

د ۲۰۰۲م زیږدیز کال د سېپټمبر میاشتې راهېسې تراوسه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ګوند واکمن دی اوس د پیسو پړسوب تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی.

ترکیه راتلونکی کال د ولسمشرۍ انتخابات کوي، خو له اوس څخه د دې هېواد پر حکومت اقتصادي فشارونه زیات شوي دي.