طالب چارواکي: لغمان کې ترافیکو پېښو ۵ تنه وژلي او ۸ نور یې ژوبل کړي

د پېښې ساحه

لغمان ولایت کې طالب چارواکي د کابل-جلال اباد پر لویه لار په ترافیکي پېښو کې د ۵ تنو د مړینې او ۸ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

د لغمان د ترافیکو مدیر مولوي حبیب الله نن سې شنبه (د مرغومې په ۱۴مه) نېټه ازادي راډیو ته وویل، یادې ترافیکي پېښې تېره ورځ ناوخته د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د زیات ورښت او موټرو د ښوئېدو له امله رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، لومړۍ پېښه د مشالې کمر سیمې د استحکام پله سره نېږدې شوې چې یو کس په کې مړ او ۸ نور ټپيان دي، دوهمه ترافیکي پېښه د لویې لارې ترازو سره نېږدې شوې چې څلورو تنو په کې ژوند له لاسه ورکړ او درېیمه پېښه د کابل-جلال اباد پر لویه لار د لغمان په مربوطاتو کې شوې چې یو تن په کې مړ دی.

د یادونې وړ ده چې پر دغه لاره د ژمي په موسم کې کله چې موسم باراني وي، ترافیکي پېښې رامنځته کېږي چې خلکو ته په کې د سر او مال زیانونه اوړي.