غورځېدلې الوتکه؛ کاناډا: ایران دې اوکرایني قربانیانو ته تاوان ورکړي

ارشیف، عکس تزئيني بڼه لري

د کاناډا یوې محکمې، ایران د اوکرایني الوتکې د نسکورولو د پېښې لپاره د قربانیانو ځینو کورنیو ته د ۱۰۷ میلیونه کاناډايي ډالرو 'شااوخوا ۸۴ میلیونه امریکايي ډالرو" غرامت/تاوان په ورکړې محکوم کړ.

د اونتاریو ایالت د عالي محکمې مشر ادوارد بلوبابا پرون اعلان وکړ چې د دې الوتکې سقوط یو عمدي او ترهګریز اقدام وو.

محاکمه د پي اېس ۷۵۲ نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو د شپږو خپلوانو د شکایت په اساس ترسره شوه او د ایران اسلامي جمهوریت یې دغو کسانو ته د ۱۰۷ میلیونه ډالرو د تاوان په ورکړې محکوم کړ.

د ۱۳۹۸ کال د جدي په اتلسمه د اوکراین ایرلاین پي اس ۷۵۲ الوتکه د تهران له هوايي ډګر له الوتو لږ وروسته د سپاه پاسداران ځواکونو په دوو توغندیو وویشتل شوه او ټوله ۱۷۶ سورلۍ ووژل شوه.

وژل شوي اکثر بهر میشتي ایرانیان وو. په وژل شوېو کې شااوخوا لس تنه افغانان هم شامل وو.

ایران که څه هم هغه وخت په توغندیو باندې د الوتکې ویشتل رد کړي وو، خو وروسته یې ومنله چې د دوی په خبره د انساني خطا له امله دا الوتکه هدف ګرځېدلې.