ملا برادر د پخواني ولسمشر غني ادعا رد کړه چې که کابل کې پاتې وای وژل کېده

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د پخواني ولسمشر اشرف غني هغه ادعا رد کړه چې که کابل کې پاتې وای وژل کېده.

ملا برادر بېګا له ملي ټلوېزیون سره په یوه مفصله مرکه کې دا خبره وکړه.

نوموړي وویل: "که هغه باچا و که ګدا وو که هر څوک په دغې اداره کې زموږ له طرفه ورته عفوه وه. نو موږ به څنګه یا اشرف غني وژلی یا به مو بل وژلی؟ موږ عفوې ته ژمن یو. موږ د خپل مشرتابه چې کوم هدایت موږ ته شوی وو هغه ته ټول مجاهدین ژمن وو."

پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې مخکې د بریتانیا د پوځ له پخواني لوی درستیز نیک کارتر سره په یوه ځانګړې مرکه کې چې له بي بي سي فور راډیو خپره شوه وویل، که کابل کې پاتې وای وژل کېده.

پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و، که کابل کې پاتې وای وژل کېده.

ښاغلي غني زیاته کړه: "د ملي امنیت سلاکار ډاکټر محب او د PPS مشر ښاغلی کوچی راغلل، وې ویل، PPS سقوط کړی. که زه په خپل موقف ودرېږم، ټول وژل کېږو."

که څه هم ملا عبدالغني برادر د طالبانو له خوا عمومي بښنې ته پر خپله ژمنتیا ټینګار کړی، خو تردې مخکې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو ادارو ویلي، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د پخواني حکومت یو شمېر نظامي چارواکي نیولې، ربړولې او یا یې وژلي دي.