په خوست کې بې وزله کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي مرستې غواړي

په خوست کې بې وزله کورنۍ

په خوست کې بې وزله ښځې او نارینه د طالبانو له حکومت همدارنګه له مرستندویه ټولنو او بنسټونو غواړي چې دوی سره دې په روان ژمي کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وکړي.

دوی وايي، ژوند له يې کړاونو سره مخامخ دی او که ورسره مرستې ونه شي، نو دوی د ګذارې کومه بله چاره نه لري.

د خوست اوسیدونکې سلامه وايي، زوی يې په نشه يي توکو روږدی دی او اوس ورته د لمسیو سرپرستي ورترغاړې ده.

خیال یو بل بې وزله کس دی چې وايي، د کار او مزدورۍ په لټه کې دی، خو په وینا یې نه ورته پیدا کېږي او کورنۍ يې خوراک او پوښاک غواړي.

بل لوري ته په خوست کې طالب چارواکي وايي، ولایتي اداره په دې هڅه کې ده چې د بې وزله خلکو سره د مرستو په خاطر د ملي او نړیوالو بنسټونو مرستې راجلب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د ۲۰۲۱زیږدیز کال په دوهمه نیمايي کې د بې‌وزلۍ د زیاتېدو او له لوږې سره د میلیونونو افغانانو د مخامخېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرپلټونکي دفتر د ملګرو ملتونو په حواله په یوه راپور کې ویلي، په ۲۰۲۱ کال کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر د نفوسو نیمايي ته رسیدلی دی.