د خبریالانو نړیوال فدراسیون: ۲۰۲۱ کې زیات خبریالان په افغانستان کې وژل شوي

افغانستان کې وژل شوي خبریال

په داسې حال کې چې ۲۰۲۱ زېږدیز کال د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ کال بلل شوی د ۲۰۲۲ زېږدیز لپاره هم افغانستان کې د مېشتو خبریالانو اندېښنې د دوی د خوندیتوب په اړه پرخپل ځای دي.

یو شمېر افغان خبریالانو چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نومونه یې په راپور کې واخېستل شي او له بېلابېلو رسنیو سره په خبریالۍ بوخت دي، ازادي راډیو ته خپلې اندېښنې رالېږلي.

د دوی له ډلې یو تن خبریال وایي: "له بده مرغه افغانستان کې سیاسي بدلونونه پر خبریالانو هم اغېز کوي، د تېر حکومت پرمهال هم ستونزې وې او د اوسني سرپرست حکومت په وخت کې هم خبریالان له ستونزو سره مخ دي، اطلاعاتو ته نه لاسرسی د دوی نه خوندیتوب او ځینې نور لاملونه شته چې دوی ورته اندېښمن دي."

یو تن بل خبریال هم خپل د نوم له اخیستو ډډه کوي وايي: "ویلي شو چې نوی ۲۰۲۲ میلادي کال به هم د خبریاانو لپاره سخت او له ننګونو ډک کال وي، ځکه اوسنی حکومت د بیان پر ازادۍ باور نه لري، له بده مرغه دغه کال کې به د افغان خبریالانو لپاره د محدودیتونو او تاوتریخوالي کچه نوره هم لوړه شي چې دا خواشینونکی حالت دی."

په افغانستان کې شخصي رسنۍ طلوع نیوز

دا په داسې حال کې ده چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون د نړۍ د نورو هېوادونو پرتله ۲۰۲۱ کال د افغان خبریالانو لپاره یو خونړی کال بللی دی.

دغه فدراسیون پرون د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې په تېر ۲۰۲۱ کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۵ خبریالان د بېلابېلو تاوتریخوالي د پېښو له امله وژل شوي دي.

په دې راپور کې راغلي چې د دې شمېر تر ټول زیات یې په افغانستان کې دی.

په راپور کې د تېر ۲۰۲۱ دا شمېر د تېرو ۳۰ کلونو پرتله تر ټولو ټېټه کچه ښودل شوې او دا هم ویل شوي چې په تېر ۲۰۲۰ کال کې په ټوله نړۍ کې ۶۵ خبریالان وژل شوي وو.

د یادونې وړ ده چې د راپور پر بنسټ، په تېر ۲۰۲۱ کال کې افغانستان کې شپږ خبریالان یوازې په هدفي حملو کې ووژل شول.

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال چې ۲۰۲۱ کال کې ماین چاودنه کې ووژل شو

خو د افغان خبریالانو د ملاتړ ځینې بنسټونه هیله مند دي چې نوي میلادي کال کې به د طالبانو حکومت له لوري د خبریالانو د فعالیتونو لپاره طرزالعملونه او د نړیوالو له لوري ورسره مالي مرستې وشي.

له دې ډلې د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې مرستیال عبدالمعید هاشمي ازادي راډیو ته وویل: "که په ۲۰۲۲ کال کې د خبریالانو لپاره د اسلامي امارت له لوري کړنلارې برابرې شي یا هم تېر اساسي قانون او نور قوانین اجرا شي په دې صورت کې بیا هیله مندي شته چې د خبریالانو وضعیت بېرته ښه شي او نړیواله ټولنه هم مرسته وکړي."

د طالبانو له حکومت دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې دې وروستیو کې له دغه هېواده خبریالانو سره د کار پر مهال، په ځانګړي ډول د اعتراضیه غونډو او لاریونونو له پوښښ د تاوتریخوالي او بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

دغه شان د یو شمېر رسنیو کار کوونکو د نیول کېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.

خو د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد اوس ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی د ستونزو د هواري ډاډ ورکوي.

مجاهد وایي: "موږ هڅه کوو د خبریالانو لپاره وضعیت ښه شي، مخکې چې کومې ستونزې پېښ شوي، څه نابلدتیا د خبریالانو او څه هم زموږ د ځواکونو وو، خو اوس داسې پېښې کمې شوي چې خبریال ته به ستونزه پېښېږي موږ به بیا هم رسېدنه ورته کوو."

مجاهد وایي موږ هڅه کوو چې د خبریالانو لپاره وضعیت ښه شي

ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې وړاندې ډېری ستونزې د خبریالانو د فعالیتونو او خبریالۍ له امله نه بلکې د هغو شخصي کړنو له امله وې چې له ژورنالېستانو سره په تاوتریخوالي کې نه شاملېږي.

د یادونې وړ ده چې همدا تېره اوونۍ د نورین ټلوېزیون د امتیاز خاوند عارف نوري هم د نوموړي د کورنۍ د غړو د ادعاوو پر بنسټ د طالبانو له خوا نیولو شوی و چې بېرته خوشې شو.

د ازادو خبریالانو د ټولنې د رهبرۍ غړو ازادي راډیو ته ویلي و، طالبانو ورته ویلي چې د ښاغلي نوري نیول کیدل د هغه په رسنیز کار پورې اړوند نه وو.