ملګري ملتونه: له یو میلیون او یولک بې ځایه شوېو افغانانو سره مرسته شوې

له افغان کډوالو سره مرسته

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د ګڼو هېوادونو په مرسته توانېدلي په ۲۰۲۱میلادي کال کې په افغانستان کې له یو میلیون او یو لک بې ځایه شوېو او زیانګالو کسانو سره بشري مرسته وکړي.

دغې ادارې پرون په یوه ټویټ کې د اروپايي ټولنې تر څنګ د جرمني، د امریکا متحدو ایالاتونو، بریتانیا او نورو هېوادونو مننه کړې چې د دوی په همکارۍ له دغو کسانو سره مرسته شوې ده.

د طالبانو حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له ازادي راډیو سره په خبرو کې په هېواد کې د بې ځایه شوېو شمېر یو میلیون ښوولی، خو نورو سازمانونو دا شمېر تر دې زیات یاد کړی دی.