روسیه: د طالبانو د رسمیت پېژندلو موضوع لا تر وخت مخکې خبره ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو موضوع لا تر وخت مخکې خبره ده.

سرګي لاوروف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په خپله پرونۍ مرکه کې ویلي، تر هغو چې طالبانو ټولګډونه حکومت جوړ کړی نه وي، دوی په دې اړه پرېکړه نه شي کولی.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر ابراهيم رئیسي په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړولو غوښتنه وکړه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر پرون جمعه ویلي، ایران په افغانستان کې داسې ټولګډونه حکومت غواړي چې ټول اقوام په کې برخه ولري.

د ایران ولسمشر دا هم ویلي چې د افغانستان امنیت د ایران له امنیت سره تړلی دی.

طالبانو ویلي، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ټولو قومونو ته په کې ځای ورکړل شوی دی.