د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان سره د برېښنا تړون لاسلیک کړ

د افغانستان برښنا شرکت نښان

د افغانستان برښنا شرکت له ازبکستان سره د ۲۰۲۲ کال لپاره د برېښنا د پلور تړون لاسلیک کړ.

برښنا شرکت په یوې خبرپاڼه کې دا خبر ورکړی دی، خو دا یې نه‌دي ویلي چې کله‌یې دا تړون کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د تړون له مخې به دوه میلیارده کیلو واټ برېښنا د یوه کال په موده کې د شااوخوا ۱۰۰ ملیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ترلاسه کړي.