د طالبانو حکومت د کندهار مرکزي زندان کې ۸۰۰ معتادین ساتلي

ارشیف، په یوه زندان کې یو ساتل شوی افغان معتاد

د طالبانو حکومت د مالي او تخنیکي امکاناتو د کموالي له امله معتادین د درملنې د مرکزونو پر ځای په زندانونو کې اچولي دي.

له دې زندانونو څخه يو هم د کندهار مرکزي محبس دی چې اوس‌مهال نږدې زر تنه معتادین په‌کې ساتل کېږي.

په زندان کې د معتادینو ساتل د يوې ورځې خبره نه‌ده، بلکې د دوی شمېر ورځ په ورځ پسې ډېرېږي.

دا معتادین که څه هم په زور له کوڅو او لارو څخه راټول شوي او دې زندان ته راوړل شوي، خو بيا هم د طالبانو په دې کار خوښ دي.

محمد چې د تېرو درېيو کالو راهيسې هیروئین څکول او اوس د طالبانو له‌خوا زندان ته راوستل شوی وايي چې د طالبانو له‌خوا د درملنې لپاره د معتادینو راټولول ښه کار دی.

دی زیاتوي: "کوم کسان چې همدا اوس په دې زندان کې ناست دي، که رښتیا ووایم په سلو کې ۹۰ -۹۵ يې عملیان دي، پخوا هدیرې او سړکونه ډک وو، والله که چا ته په درېيو څلورو و رځو کې ډوډۍ وررسېدله، خو اوس دا دی دلته ډوډۍ هم ورکوي. د مجاهدینو يې کور ودان چې دلته‌يې د درملنې لپاره راوستلي يو، زموږ مور او پلار به لا دعاوې ورته وکړي چې موږ له دې ځایه جوړ ووځو."

د طالبانو له لوري د یو شمېر معتادینو د راټولولو لړۍ

احمدالله که څه هم په زوره زندان ته راوستل شوی، خو دی وايي چې تر ډېره حده‌یې درملنه شوې او تر پخوا یې روغتيايي وضعیت ښه شوی دی.

احمدالله وايي: "ډول ډول نشې او تماشې مو کولې، له پلار سره مو جنګونه کول، له خپلوانو سره مو جنګونه کول، خو اوس دلته هوسا يو، دلته هر څه رارسېږي."

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ مخکې د کندهار په دې مرکزي زندان کې تر دوه نیم زره ډېر زندانیان ساتل کېدل، خو اوس په دې زندان کې ۹۵۰ کسان ساتل کېږي چې ۸۰۰ يې معتادین دي.

د کندهار د مرکزي زندان مرستیال مولوي منصوري وايي، دوی هڅه کوي چې په زندان کې ساتل شويو معتادینو ته د درملنې ترڅنګ، هغوی ته د ژوند نورې اسانتیاوي هم برابرې کړي.

ښاغلي منصوري وویل: ​"ډېرې اسانتیاوي مو ورته برابرې کړې دي. استاد مو ورته ټاکلی دی چې نصيحت ورته کوي، دغه ډول کلينيک او ډاکتران لرو، هره ورځ‌یې کلینیک ته راولو، که چېرې يې دلته درملنه ونه‌شوه، روغتون ته‌يې بیایو. د دوو اوونیو لپاره‌يې د معتادینو د درملنې روغتون ته بیایو، موږ چې څومره امکانات لرو هغه مو د دوی په واک کې ورکړي دي چې پاک خدای يې روغ کړي."

طبی ډاکټران نشه‌یي موادو ته د لاسرسي محدودولو په برخه کې د معتادینو راټولول ښه اقدام بولي، خو زیاتوي چې زندان د معتادینو د درملنې او ساتنې لپاره مناسب ځای نه‌دی.

د معتادینو د درملنې متخصص ډاکتر فريد بزګر وايي چې له طبي پلوه معتاد ناروغ بلل کېږي او په زندان کې د هغه ساتل په خپله معتاد او نورو زندانیانو ته نورې ستونزې پیدا کوي.

د کابل پلچرخي زندان کې یو شمېر معتادین او زندانیان د لمانځه پر مهال

ډاکتر بزګر وايي: ​"په زندان کې د معتاد اچول دا معنی لري چې معتاد ته د مریض نه، بلکې د مجرم په سترګه کتل کېږي چې دا کار ډېرې ناوړه پایلې درلودلی شي، ځکه نه زندان د معتاد او نه هم معتاد د زندانیانو لپاره مناسب ځای دی. یو بل ته ناروغۍ انتقاولای او يو پر بل اغېز کولای شي، ځکه معتادین لا تر اوسه په ټولنيز ژوند نه‌دي عادت شوي او کېدای شي په زندان کې بېلابېل خلک موجود وي."

پر افغانستان د طالبانو تر واکمۍ مخکې د پخواني حکومت پر مهال معتادین د درملنې په ځانګړو دولتي او نادولتي روغتیايي مرکزونو کې ساتل کېدل.

د دې روغتیايي مرکزونو شمېر ۸۴ ته رسېده چې ډېری مرکزونو ته نادولتي مرستندویه ټولنو مرستې ورکولې، خو اوس څرګنده نه‌ده چې له افغانستان څخه د بهرنيو مرستندویه ټولنو تر وتلو وروسته به له دې روغتيايي مرکزونو څومره‌يې فعال وي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو حکومت د کندهار په مرکزي زندان کې اته سوه معتادین ساتلي دي