د امریکا ځانګړې استازې: د افغان ښځو او ماشومانو په ستونزو ډېره ښه پوهېږم

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي د افغان ښځو او ماشومانو په ستونزو ډېره ښه پوهېږي.

هغې دا خبره نن په یوه ټویټ کړې ده.

امیري ویلي: "د یوې ښځې او یوې مور په صفت، زه ډېره ښه پوهېږم چې ښځې او د هغوی ماشومان په افغانستان کې د بشري ناورین دروند بار زغمي."

امیري دا ټویټ د یوه پیغام په ځواب کې چې د افغان مېرمنو په استازیتوب دې ته په خطاب لیکل شوی کړی دی.

په هغه پیغام کې چې په خپله مېرمن امیري هم خپور کړی د افغان ښځو په استازیتوب راغلي: "موږ هرو مرو خپل حقونه غواړو، خو تر هغه مخکې مو ماشومانو ته خواړه غواړو."

افغاني‌الاصله امریکايۍ رینا امیري وړمه ورځ د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه وټاکل شوه.

هغې د دې دندې له ترلاسه کولو وروسته په خپل لومړي پیغام کې هم ویلي و چې د افغانستان د ښځو او زیانګالو وګړو د ژوند د ناوړه وضعیت د بهبود لپاره به په خپل ټول توان هڅه وکړي.