ایران سره اټمي تړون؛ جرمني، فرانسه او بریتانیا: څو اونیو کې باید هوکړه وکړو

په ویانا کې له ایران سره د اټمي تړون د بیا راژوندي کیدو په اړه خبرې

د لویدیځ درې هغه هېوادونه چې د ایران د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو په خبرو کې ښکېل دي؛ د دې خبرو پر ګړندیتوب ټینګار کوي.

د جرمني، فرانسې او بریتانیا ډپلوماټان وایي، په څو اونیو کې باید یوې موافقې ته ورسېږو، که نه دا تړون خپل ماهیت له لاسه ورکوي.

دا تړون په ۲۰۱۵م زېږدیز کال کې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو ترمنځ لاسلیک شو چې بیا په دوه زره اتلسم کال کې واشنګټن له دې تړونه ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.

په دې اړه نور: د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې بیا پیل شوې

د ایران د اټمي تړون د بیا راژوندي کېدو اتم دور مذاکرات په ویانا کې روان دي.

ایران چې ادعا کوي اټمي هڅې یې د سوله ییزو هدفونو لپاره دي د یوارنیمو غني کېدل وروسته تردې په تدریجي ډول زیات کړی دی چې متحد ایالاتونه له دې تړونه ووتل.

د امریکا د متحد ایالاتونو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووت او پر ایران یې نور بندیزونه ولګول.

پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دې تړونه ووت

د فرانسې، بریتانیا او جرمني استازیو په ګډه اعلامیه کې وویل چې خبرې عاجلې دي او دوی داسې پړاو ته په نژدې کېدو دي چې د ایران اټمي تړون د له منځه تلو په حال کې دي.

د دغو درېیو هېوادونو ډپلوماټانو زیاته کړه چې د موافقې لپاره میاشتې میاشتې وخت نه لري، خبره د اونیو ده.

په دې اړه نور: ۳ اروپایي هېوادونو د ایران د اټمي تړون خبرو پر ګړندیتوب ټېنګار کړی

چین او روسیه چې دوی هم د دوه زره پنځلسم کال تړون لاسلیک کړی دی، استازو یې د ویانا په روانو خبرو کې په مستقیم ډول برخه اخېستې ده.

د روسیې استازي میخاییل اولیانوف پرون چهارشنبه (د مرغومي ۸مه) له خپل امریکایي سیال سره خبرې وکړې.

ده په ټویټر کې لیکلي دي چې په دې مذاکراتو کې د مسکو او واشنګټن ترمنځ له نژدې همغږي شته او دې ته سخته اړتیا ده چې دا تړون بیا را ژوندی شي.

د امریکا استازی هم په ویانا کې دی خو په مستقیم ډول په خبرو کې برخه نه اخلي.

ایران د دې خبرو پر مهال د امریکا د متحدایالاتونو د بندیزونو د لېرې کېدو خبره په مسوده کې ځای کړې ده.

په دې اړه نور: تهران: له بندیزونو پرته د ایران د صادراتو لپاره د اټمي تړون خبرې پیل شوې

ایران په ورته وخت کې غواړي چې اټمي تړون ته د متحد ایالاتونو ستنېدل تضمین شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرعبداللهیان د اوونۍ په پیل کې د اټمي پړاو خبرو د پیلېدو په درشل کې وویل چې تر هرڅه مهمه دا ده چې ایران پرته له کوم خنډ څخه په اسانۍ خپل تیل وپلوري.

بل لور ته د سې شنبې په ورځ د اسراییل صدراعظم نفتالي بینیت چې د ایران اټمي هڅو ته اندېښمن دی وویل، د ایران او د نړۍ د پیاوړیو قدرتونو ترمنځ له سم اټمي تړون سره مخالف نه دی خو شک لري چې د خبرو په ترڅ کې داسې یو توافق ترلاسه شي.