افغانستان کې ښوونیزو چارو ته کتنه؛ تېر کال د ښځینه زده‌کوونکو لپاره څه ډول و؟

ارشيف، افغانستان کې يو کورنی ټولګی

د ۲۰۲۱م کال پای ته رسېدو سره په افغانستان کې د زده‌کړو او ښوونیزو چارو ته کتنه کوو.

د اګسټ په ۱۵مه نېټه وروسته له هغه چې طالبان کابل ته ننوتل او په افغانستان کې يې خپل واک اعلان کړ، تر شپږم ټولګي پورته‌یې د نجونو پر زده‌کړو بندیز ولګاوه.

که څه هم په یو شمېر ولایتونو کې نجونو ته د تر دوولسم ټولګي د زده‌کړو حق ورکړل شو، خو په ډېری نورو ولایتونو کې اوس هم نجونې له دې حقه محرومې دي.

ملالۍ بشیر پر همدې موضوع په هلمند ولایت کې د نجونو د یوه ښوونځي د پخوانۍ مدیرې او اوسنۍ ښوونکې قمر نیازۍ سره خبرې کړي او په سر کې يې پوښتلې چې تېر کال د ښځینه زده‌کوونکو لپاره څه ډول ارزوي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له قمر نیازۍ سره مرکه