۳ اروپایي هېوادونو د ایران د اټمي تړون خبرو پر ګړندیتوب ټېنګار کړی

په ویانا کې د ایران د اټمي تړون پر سر خبرې

درې اروپایي هېوادونه چې په مستقیم ډول له ایران سره د اټمي تړون د را ژوندي کېدو په خبرو کې ښکېل دي د دې خبرو پر ګړندیتوب ټینګار کړی دی.

د خبرو اتم پړاو د دوشنبې په ورځ په ویانا کې پيل شو.

د امریکا متحد ایالاتونه په دوه زره اتلسم کال کې له دې تړونه چې په دوه زره پنځلسم کال کې لاسلیک شوی و بهر شول، تر دې وروسته ایران په تدریجي ډول د یورانیمو غني کول زیات کړي دي.

د بریتانیا، فرانسې او جرمني دپلوماټانو په یوه بیان کې چې پرون یې خپور کړ وویل، دا خبرې عاجلې دي او هغه ټکي ته په نژدې کېدو یو، چې د ایران د اټمي هڅو سرعت ورسره یو مخ کمېږي.

په دې بیان کې راغلې دي چې څو اوونۍ وخت شته نه څو میاشتې.