ترکي او قطري شرکتونو د افغانستان د ۵ هوايي ډګرونو د فعالیت تنظيمولو موافقه کړې

ارشيف، د کابل هوايي ډګر

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وایي، ترکي او قطري خصوصي شرکتونو موافقه کړې چې په ګډه به د کابل په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د فعالیت چارې تنظیموي، خو په دې اړه لا تر اوسه د طالبانو له حکومت سره نهایي موافقه نه‌ده شوې.

ښاغلي اوغلو پرون دوشنبه وویل چې په دې اړه یو تفاهم‌لیک د روانې میاشتې په پیل کې په دوحه کې لاسلیک شوی.

د هغه په خبره متحده عربي اماراتو چې واک ته د طالبانو له رسېدو مخکې یې د کابل د هوایي ډګر د ملکي برخې چارې تنظیمولې هم لېوالتیا ښوولې چې له دغو دوو شرکتونو سره به یوځای شي.

د طالبانو حکومت له دې مخکې د کابل د هوایي ډګر د امنیتي چارو د سمبالولو لپاره د ترکیې وړاندیز رد کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دغه‌راز ویلي چې تر هغو به یوه نهایي موافقه ترلاسه نه‌شي چې طالبان باوري بهرنیو عملیاتي شرکتونو ته اجازه ورنه‌کړي چې د هوايي ډګر ترمینل خوندي کړي او طالبان‌یې هم په یوه فاصله کې د امنیتي چارو مسؤلیت ولري.