ظریفه غفاري: استبدادي نظامونه د ښځو غږ نه‌شي غلی کولای

ارشیف، یو شمېر معترضې افغان مېرمنې

په کابل کې یو شمېر ښځو نن د هغه څه په غبرګون کې چې دوی یې د ځانونو په وړاندې توپیري چلند او ټولنیزه بې‌عدالتي بولي لاریون وکړ.

لاریونوالو د کار، ډوډۍ او ازادۍ شعارونه ورکول او غوښتنه‌یې کوله چې قانوني حکومت دې جوړ شي.

پرون هم ځینو ښځو په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومت وغوښتل چې ښځو او نجونو ته د کار او زده‌کړو اجازه ورکړي.

د ازادي راډیو خبریال د میدان ښار له پخوانۍ ښاروالې ظریفې غفاري څخه د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت ولې د ښځو د لاریونونو او اعتراضونو مخه نیسي؟

دغه مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له ظریفه غفاري سره مرکه