د افغانستان برښنا شرکت: ازبکستان سره هم د برېښنا د واردولو تړونونه لاسلیکوو

د برېښنا تخنيکي کارکوونکي

د افغانستان برښنا شرکت وایي، دوی به له ازبکستان سره هم د برېښنا د واردولو تړونونه لاسلیک کړي.

د دغه شرکت د مشرتابه پلاوی په تاشکند کې دی او په دې اړه له ازبکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

پرون دغه پلاوي د تاجکستان له برق تاجک شرکت سره د ۲۰۲۲م کال د برېښنا د واردولو قرارداد لاسليک کړ.

افغانستان د اړتیا وړ خپله برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا له همدې دوو هېوادونو واردوي.

د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسېدلي دا هېواد د تاجکستان په ګډون د برېښنا له واردوونکو هېوادونو په لسګونه ملیون ډالرو پوروړی دی.