سپینه ماڼۍ: امریکا او روسيه به د جنورۍ په ۱۰مه پر امنیتي مسئلو خبرې وکړي

د امريکا او روسيې بيرغونه

سپینه ماڼۍ وایي، امریکایي او روسي چارواکي به د جنورۍ په ۱۰مه پر امنیتي مسئلو خبرې وکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا یوه ویاند فرانس پرس او روېټرز خبري اژانسونو ته ویلي چې دا خبرې به د اټمي وسلو پر کنټرول او د اوکراین پر مسئلو ورټولې وي.

دغه ویاند ویلي، کله چې موږ خبرو ته سره کېنو، روسیه کولای شي خپلې اندېښنې د مېز پر سر کېږدي او موږ به هم د روسیې د فعالیتونو په اړه خپلې اندېښنې شريکې کړو.

د دې ویاند په خبره ځینې برخې به وي چې په‌کې وکولای شو پرمختګ وکړو اوځینو نورو کې ښایي اختلاف ولرو. دا د ډیپلوماسۍ یو جز دی.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف نن تاس خبري اژانس ته د دغو خبرو نېټه تأیید کړې او ویلي یې دي چې دغه خبرې به د سویس په جنوا ښار کې وشي او هیله‌یې وښوده چې د امنیتي تړونونوپر هغو مسودو چې مخکې یې واشنګټن ته استولې، بحث وشي.

ټاکل شوې د امریکا او روسیې تر دوه اړخیزو خبرو دوه ورځې وروسته د جنورۍ په ۱۲مه روسیه د ناټو له چارواکو سره هم غونډه ولري.

دې لیدو کتو کې به لوېدیځ قدرتونه له روسیې غواړي چې د اوکراین سرحد ته نږدې پوځي تحرکات ودروي او روسیه به بیا دا غوښتنه کوي چې ناټو دې د اوکراین، ګرجستان او یو شمېر نورو هېوادونو ملاتړ پای ته ورسوي.