د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې بیا پیل شوې

ويانا کې د ايران د اټمي تړون د احیا لپاره خبرې

د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټمي تړون د احیا لپاره د تهران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ خبرې پرون دوشنبه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې بیا پیل شوې.

تهران وایي، د دغو خبرو په نتیجه کې باید پر ایران د امریکا لګول شوي بندیزونه لیرې شي.

د اروپایي ټولنې ویاند الیان متون (Alain Matton) په یوه ټویټ کې ولیکل چې د خبرو اتم دورپه ویانا کې پیل شو.

د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي په دوره کې اووم پړاو خبرې د ډسمبر په ۱۷مه بې‌نتیجې پای ته رسېدلې وې.

د راپورونو له مخې ایران ځینې نوې غوښتنې وړاندې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د دغه خبرو په ترڅ کې ویلي چې که امریکا غواړي په دغو خبرو کې شامله وي، نو باید پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو ضمانت د دې خبرو د اجنډا په سر کې وي.

د راپورونو له مخې د دغه تړون د احیا لپاره خبرې د روسیې، بریتانیا، فرانسې، چین جرمني او ایران د بهرنیو چارو د وزارتونو د مرستیالانو او سیاسي مدیرانو په سطحه مخ ته وړل کېږي.