لاوروف: پر امنیتي مسايلو د مسکو او واشنګټن خبرې به جنوري کې وشي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وایي، د مسکو او واشنګټن ترمنځ پر امنیتي مسایلو خبرې به د نوي کال له رخصتیو وروسته وشي.

لاوروف ویلي چې روسیه غواړی چې د هېواد پوځي چارواکي یې له ناټو سره په خبرو کې برخه ولري.

روسیه د اورتودوکس جشن هر کال د جنوري په اوومه لمانځي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د اوکراین پولې ته نږدې د روسیې د لسګونو زرو سرتېرو د ځای پر ځای کېدا پر سر د مسکو او واشنګټن ترمنځ کړکېچ ډېر زیات شوی دی.

امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو روسیې ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین برید وکړي، نو به له جدي عواقبو سره مخامخ شي.

مسکو وایي، ناټو باید د پخواني شوروي اتحاد پخواني جمهوریتونه، اوکراین او ګرجستان ته غړیتوب ورنه‌کړي او په دې اړه باید ضمانت ورکړي.