تهران: له بندیزونو پرته د ایران د صادراتو لپاره د اټمي تړون خبرې پیل شوې

د ایران د اټمي تړون پر سر مذاکرات

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، د نړۍ له قدرتونو سره‌یې د اټمي تړون پر سر ځکه بیا خبرې پیل کړي چې له بندیزونو پرته د ایران صادراتو ته زمینه برابره شي.

حسین امیر عبدالهیان دا څرګندونې په ویانا کې د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د اټمي تړون د بیا ژوندي کېدو په اړه د خبرو د اتم پړاو له پيل مخکې کړې دي.

ټاکل شوې چې دا خبرې نن د اروپا په وخت د ماښام شپږ بجې چې افغانستان کې نهه‌نیمې کېږي، پیل شي.

ایراني رسنیو د ښاغلي عبدالهیان په حواله ویلي، دوی تر هر څه لومړی په دې لټه کې دي چې د ایران تېل په اسانه وپلوري.

د ایران او د نړۍ د قدرتونو ترمنځ ۲۰۱۵ کال کې اټمي تړون لاسلیک شو، خو ۲۰۱۸ کال کې امریکا له دې تړونه ووتله او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه پيل کړل.