پاکستان: پر ډیورند د اغزن تار مسئله حل شوې او طالبانو سره په ګډه به دا کار کوو

ارشیف، پر ډیورند کرښه د پاکستان اغزن تار

د پاکستان کورنيو چارو وزیر وايي، له افغانستان سره پر ډیورند کرښه د اغزن تار لګولو مسئله حل شوې او اوس به دا کار له طالبانو سره په ګډه کوي.

شېخ رشيد پرون (د ډسمبر په ۲۶مه) په کراچۍ کې خبریالانو ته وويل چې د دې تار په لګولو یې پوځ ډېره قرباني ورکړې او پیسې یې پرې لګولې دي.

طالبانو سملاسي په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو وروستیو ورځو کې ډیورند کرښې ته نږدې د طالبانو ځینو ځایي چارواکو د اغزن سیم پر سر غبرګون وښود.

د ډسبمر په ۲۰مه پر ټولنیزو رسنیو د ننګرهار د استخباراتو د مشر ډاکتر بشیر یوه وېډیو خپره شوه چې پاکستاني سرتېرو ته وایي، د افغانستان پر خاوره اغزن سیم ونه‌دروي.

وړمه ورځ د طالبانو د دفاع وزارت وویل چې پر کونړ د پاکستان د توغندیزو بریدونو متقابل ځواب‌یې هم ورکړی دی.