د برښنا شرکت او د تاجکستان تر منځ د ۲۰۲۲م کال د برښنا د قرارداد لاسليک شو

د افغانستان برښنا شرکت او د تاجکستان د "برق تاجک" شرکت ترمنځ د قرارداد لاسلیکولو غونډه

د افغانستان برښنا شرکت او د تاجکستان د "برق تاجک" شرکت ترمنځ د ۲۰۲۲م کال د برېښنا د واردولو قرارداد لاسليک شو.

د افغانستان د برښنا شرکت وایي چې دا تړون د دواړو لورو د پلاوو تر دوه ورځنیو خبرو وروسته لاسلیک شو.

د دې شرکت د خبرپاڼې له مخې، د افغانستان او تاجکستان د برېښنا مسؤلانو پر ځینو نورو سیمه‌ییزو پروژو لکه «کاسا ۱۰۰۰» او د «۵۰۰ کیلو ولټه» لین د غځولو پر پروژو هم خبرې وکړې.

له دې وړاندې داسې اندېښنې وې چې برښنا شرکت ممکن د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته پورونه ورنه‌شي کړای چې ورسره به په افغانستان برېښنا پرې شي.

تازه د ملګرو ملتونو یوه چارواکي والسټریت ژورنال ورځپاڼې ته وویل، ۲۰۲۲ کال لپاره افغانستان سره د ۸ میلیارده ډالرو کمکي برنامه لري چې ترڅ کې یې د برېښنا پورونه هم ورکول کېږي.