د ازادو ژورنالېستانو ټولنه: د نورین ټلوېزیون مشر ظاهراً طالبانو نیولی  

طالبان

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو ټولنه وايي چې د نورین خصوصي ټلوېزیون د امتیاز خاوند محمد عارف نوري ظاهراً د طالبانو له‌خوا په کابل کې نیول شوی دی.

دغې ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې ښاغلی نوري پرون ماسپښین د کابل په کارته پروان کې له خپله کوره بېول شوی چې تر اوسه‌یې د برخلیک په اړه معلومات نه‌شته.

د ازادو ژورنالېستانو ټولنې د دغسې پېښو له کبله اندېښنه ښوولې او د محمد عارف نوري د خوشې کېدو غوښتنه‌یې کړې ده.

طالبانو د دې موضوع په اړه تر اوسه کومه تبصره نه‌ده کړې.