د ظاهر شاه د دوهمې لور پر مړینه بېلابېلو شخصیتونو خواخوږي ښوولې

شهزادګۍ مریم نعیم

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه د دوهمې لور شهزادګۍ مریم نعیم پر مړینه بېلابېلو شخصیتونو خواخوږي ښوولې ده.

شهزادګۍ مریم نعیم چې د محمد ظاهر شاه دوهمه لور وه، پرون یې په کابل کې د پنځه اتیا کلونو په عمر ساه ورکړه.

د شهزادګۍ مریم زوی سردار نادر نعیم په خپل ټویټر کې د خپلې مور مننه کړې چې مینه او تواضع یې ور ښوولې ده.

ویل کېږي، د پخواني پاچا لور شهزادګۍ مریم له اوږدې مودې راهیسې ناروغه وه.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په ټویټر کې د هغې له کورنۍ سره خواخوږي ښوولې ده.