د فاریاب ولایت د مستوفیت مسولان وايي، د طالبان له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ مالي کال تر پایه نږدې یو نیم میلیارد افغانۍ عواید په دې ولایت کې را ټول شوي دي.
د فاریاب ولایت مستوفي مولوي محمد رفیق ازادي راډيو ته وویل، په دې پیسو کې ۲۴ میلیونه افغانۍ یې مالياتي عواید، شااوخوا ۵۹ میلیونه غیرمالیاتي عواید او تر یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه افغانیو ډېر یې د اقینې ګمرک عواید دي.
مولوي رفیق وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو سره ډېرې دولتي ادارې غیر فعالې شوي دي خو هیله من دی چې له بیا فعالېدو سره یې دولتي عواید ډېر شي.