پکتیا کې نږدې ۸ سوه زده کوونکو لپاره د زده کړو زمېنه برابره شوې

ارشیف

په پکتیا کې څه د پاسه ۸ سوه بې وزله زده کوونکو نجونو او هلکانو لپاره په وړیا ډول د ژمنیو زده کړو زمېنه برابره شوې ده.

په افغانستان کې له پخوا زده کوونکو ته په خصوصي او حکومتي سکټور کې د نوي ښوونیز کال د تیاري په خاطر ژمني کورسونه جوړیږي او نجونې او هلکان زده کړې په کې کوي.

په پکتیا کې دا ځل د زده کوونکو د زده کړو دا پروګرام د زم زم د لوړو زده کړو خصوصي موسسې جوړ کړی دی.

د یاد ښوونیز مرکز مشر ناهید امید ازادي راډیو ته وویل، په ژمنیو برنامو کې زده کوونکو ته لیک لوست، انګریزي او نور ساینسي مضمونونه تدریسیږي.

نوموړي زیاته کړه: "دلته په زم زم فضیلت ښوونیز مرکز کې په مختلفو برخو کې لکه لیک او لوست، انګلیسي، فزیک، کیمیا او ریاضیاتو په برخه کې تردې مهاله ۸۱۲ زده کوونکي لرو چې له لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې نجونې او هلکان په کې شامل دي، له سوداګرو مو غوښتنه دا ده چې د هېواد بد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره داسې نورې برنامې هم په لاره واچوي، څو د هېواد ټول بچي له زده کړو برخمن شي. "

د دغه ښوونیز مرکز زده کوونکي دې ته خوښ دي چې په وړیا ډول ورته د زده کړو زمینه برابره شوې خو له چارواکو او شتمنو خلکو غواړي چې دا ډول ښوونیز فرصتونه ډېر کړي.

بل لوري ته د پکتیا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، دوی له ګڼو خصوصي ښوونیزو مرکزونو سره تفاهم لیکونه لاسلیک کړي، څو ډېرو زده کوونکو ته د ژمنیو زده کړو فرصت برابر شي.

اوس مهال د پکتیا ولایت په کچه د شااوخوا ۲۵۰۰ ښوونکو کمښت، د کرونا له امله قرنطین او په هېواد کې وروستي سیاسي تحولات هغه لاملونه و چې تېر ښوونیز کال کې يې د زده کوونکو درسي بهېر له ستونزو سره مخامخ کړی و.